مکسیکو: د جوکین ګوزمن امنیتي مشر نیول شوی

د خپريدو وخت: 09:52 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

مکسيکويي پوځ وايي هغه سړى چې د مکسيکو د نشه يي داروگانو د يوه لوى کاروباري "جوکين گوزمن" امنيتي مشر و، نيول شوی دی. حکومت ته دی مطلوب کس وو. يوه پوځي وياند وويل، جنتن ساليس له ډزو پرته له څلورو ساتونکو سره يو ځای نيول شوى دى.

درې څرخکو او اته سمندري کښتیو په شمالي ښار سنلوا کې د ساليس د نيولو په عملياتو کې ونډه لرله.

سنلوا د گوزمن د نشه يي داروگانو د ډلې پياوړى مرکز و. تير کال د سنلوا ځايي حکومت په تيروتنې د ساليس د وژل کېدو اعلان کړى و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .