یو شمېر هندي چارواکي استعفا کوي

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د هند په شمال کې د کومب مېلې د فستيوال مسوولينو ويلي وروسته له هغه چې په يوه ګڼه ګوڼه کې ۳۶ کسه ووژل شول، دوی استعفی ورکوي. محمد اعظم خان وايي د مړو شويو اخلاقي مسووليت پر غاړه اخلي.

زيارت کوونکي هغه مهال په الله اباد کې ووژل شول چې د بېرته راستنېدو پر مهال ترې لاندې یو پل ونړېد.

چارواکي وايي د وژل شويو ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

يکشنبه د دغه دوه مياشتني جشن ډېره سپېڅلې ورځ بلل کېږي او ميليونونه هندوان د ګناه تويېدو لپاره د ګنګا او جمنا په سيندونو کې لامبي.

يکشنبه د دغه دوه مياشتني جشن ډېره سپېڅلې ورځ بلل کېږي او ميليونونه هندوان د ګناه تويېدو لپاره د ګنګا او جمنا په سيندونو کې لامبي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .