امریکايي عسکرو د ملکي کسانو پر موټر ډزې کړي

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

د کندهار امنیې قومندان جنرال رازق وايي، نن سهار لس نیمې بجې د بولدک ولسوالۍ په کڅي سیمه کې، بهرنیو ځواکونو پر یو ملکي موټر ډزې کړي، یو کس یې وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.

هغه وايي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې بهرنیو ځواکونو د سړک پر سر تلاشي کوله او یوه موټر غوښتل چې لهکتاره ووځي.

د ښاغلي رازق په وینا بهرنیو ځواکونو پر دغه کسانو په تېروتنې ډزې کړي او د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .