تایلنډ وايي ۲۰ برید کوونکي یې وژلي

د خپريدو وخت: 09:28 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

په تایلنډ کې پوځ وايي، کابو ۲۰ تنه هغه وسله وال یې وژلي چې د دغه هېواد په سوېل کې یې پر یوه پوځي مرکز برید کړی و.

د پوځ یوه ویاند وویل، لسګونو وسله والو په پوځي یونیفورم کې د شپې لخوا پر یاد پوځي مرکز د برید هڅه وکړه.

د تېرې لسیزې په اوږدو کې د تایلینډ په سوېل کې، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د بېلتون پالو وسله والو او حکومت تر منځ نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .