'د اسد شړل د ستونزې د حل یوه برخه ده'

د خپريدو وخت: 04:09 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي په سوريه کې د کړکېچ حل لار کې بايد له دندې د ولسمشر بشار الاسد لرې کېدل هم شامل وي.

ښاغلي کېري خبريالانو ته وويل غواړي داسې لارې چارې راوګوري چې له مخې يې د سوريې ولسمشر د خپل حساب کتاب پر بدلون قانع کړي او څوکۍ ښکته شي.

خو ده نور تفصيل ورنه کړ. ښاغلي کېري د شمالي کوريا درېيمې اتومي ازموينې پروړاندې د چټک، پياوړي او باور وړ ځواب غږ هم وکړ.

ده د دې خبرداری هم ورکړ، چې د نړيوالې ټولنې له خوا هر ډول کمزوري د ايران زړه ورولو خطر لري، چې په خپل وار اتومي موخې لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .