پاکستان کې د عاشقانو ورځې پر لمانځلو محدودیت

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

د پاکستان د رسنيو د قانون ترتيبولو ادارې په دغه هېواد کې له راديويي او تلويزيوني چېنلونو غوښتي چې د ولنټاين يا عاشقانو ورځې لمانځل محدود کړي.

دوی دغه غوښتنه د دې لپاره کړې چې د مذهبي احساساتو سرغړونه ونه شي.

د پاکستان د خپرونو اداره وايي دوی د ټولنې د هغه لوی قشر د شکايت له امله دغه ګام پورته کړی، چې فکر کوي د ولنټاين ورځ د مذهبي کړو وړو پر خلاف دي.

خو په پاکستان کې د بي بي سي خبريال وايي ولنټاين په پاکستان کې په پراخېدونکې توګه مخ په مشهورېدو ده او په پلازمېنه اسلام اباد کې د زړه په څېر جوړ شوي ګلان نندارې ته اېښودل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .