اسټرالیا: څلور افسران د قاچاق په تور نیول شوي

د خپريدو وخت: 08:44 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د استرالیا د ګمرکاتو ادارې وروسته له هغې د خپل داخلي امنیت د ټینګولو پرېکړه وکړه، چې څلور افسران د قاچاق په تور د سډني په هوايي ډګر کې ونیول شول.

له دې وروسته به افسران له سختو پلټنو او د نشه يي توکو او الکولو د کارولو په اړه له اجباري ازموینو سره مخ شي.

د استرالیا د ګمرکاتو او سرحدي ساتونکو د ادارې مشر وايي، دغه اداره د پوځ غوندې ګامونو پورته کولو ته اړتیا لري، چې د اداري فساد جرړې په کې پرې شي.

دغه څلور تنه افسران د هغو ۱۷ نیول شوو کسانو په ډله کې دي، چې غوښتل یې له ویتنام څخه کابو څلوېښت کلوګرامه نشه یي توکي قاچاق کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .