کونړ کې چاودنه شوې دوه کسان په کې وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، چاودنه نن غرمه یوه نیمه بجه په مروره ولسوالۍ کې د یوه جومات مخې ته د ریموټ کنټرول بم پر مټ رامنځ ته شوې ده.

په پېښه کې د مرورې ولسوالۍ د امنیت پخوانی مدیر او یو ولسي وګړی وژل شوي دي. په چاودنه کې ټپي شوی کس یو سیمه ییز پولیس دی. وسله والو طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخېستې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .