د انقلابي ګارد قوماندان خښولو مراسم کېږي

د خپريدو وخت: 16:27 گرینویچ - جمعه 15 فبروري 2013 - 27 سلواغه 1391

په ایران کې د دغه هېواد د انقلابي ګارد د یوه لوړپوړي قوماندان حسن شاتېري د خښولو مراسم تر سره کېږي.

نوموړی په سوریه کې وژل شوی و، خو د مرګ لامل یې نه دی څرګند.

ایراني چارواکي وايي، نوموړی له دمشقه د لبنان پلازمېنې بیروت پر لاره و، چې په ډزو ووژل شو.

دوی د دغه برید پړه پر وسله والو ترهګرو ور اچوي او وايي یاد برید د روانې اوونۍ په سر کې شوی دی.

خو ځینې داسې نا تایید شوي رپوټونه شته چې وايي نوموړی ښایي د جنورۍ په میاشت کې د اسراییلي جنګي الوتکو په یوه برید کې وژل شوی وي.

د راپورونو له مخې دغه برید د توغندیو د لېږد پر هغه کاروان شوی و، چې له سوريې نه په لبنان کې د حزب الله ډلې ته لېږدول کېدل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .