سریلانکا کې خبریال په ډزرو وېشتل شوی

د خپريدو وخت: 10:08 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

سريلانکا کې يو خبريال چې د تحقیقاتي راپورنو له امله یې زيات شهرت درلود، له پلازمېنې کولمبو سره نژدې په خپل کور کې وېشتل شوی او سخت ټپي شوی دی.

فراز شوکت علی چې د سنډې په نوم ورځپاڼې سره يې کار کاوه له پېښې وروسته اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ورځپاڼه پر حکومت نيوکې کوي او د دې اېډيتر څلور کاله وړاندې په ډزو وژل شوی دی.

په تېره يوه لسيزه کې په سريلانکا کې د خبريالانو پر وړاندې د بريدونو يوه لړۍ پيل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .