ماليزيا اسټرالیايی سياستوال له هېواده باسي

د خپريدو وخت: 20:08 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

ماليزيايي چارواکو یو اسټرالیايی سياستوال چې له دغه هېواده يې ليدنه کوله نيولی او پلان لري چې د امنيتي لاملونو له کبله يې له هېواده وباسي.

اسټراليايي سناتور نېک زېنفون بي بي سي ته وويل د حقیقت موندنې د هغه پارلماني ماموريت يوه برخه ده چې د عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو د ارزونې لپاره دغه هېواد ته ورغلی دی.

مخکې ده په ټاکنو کې د احتمالي درغليو او فساد موضوع راپورته کړې وه.

زينفون وروسته له هغه چې هوايي ډګر ته داخلېدو اجازه ترلاسه نه کړه، ونيول شو.

د دغه اسټراليايي پلاوي ټولو غړو خپل سفر لغوه کړی دی.

د اسټراليا حکومت دغه پېښه حېرانوونکې او مايوسوونکې بللې او ويلي دي چې په دې اړه به له ماليزیا نه توضيحات وغواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .