چاوېز: د عادي ناروغانو په څېر مې باید درملنه وشي

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

د وینزويلا د ولسمشر هوگو چاويز ملاتړي هېواد ته د هغه د بېرته ستنېدو له امله خوښي څرګندوي.

ښاغلي چاويز دوې مياشتې د مخه کیوبا ته سفر وکړ چې دسرطان دناروغۍ څلورم عمليات ترسره کړي او له هغه راهيسې يې د روغتيا په اړه بېلا بېلې خبرې کېدې.

ښاغلي چاويز د ټوېټر په ټولنيزۍ رسنۍ کې اعلان وکړ چې بېرته هېواد ته ستون شوى دى.

هغه کاراکاس کې يوه پوځي روغتون ته لېږدول شوى چېري چې يې غوښتنه کړې د يوه عادي ناروغ په څېر يې باید درملنه وشي .

دا لا نه ده څرګنده چې کله به هغه خپله دنده پيل کړي. په همدې حال کې مخالفانو د ښاغلي چاويز د روغيتايي حالت په اړه د سپيناوي غوښتنه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .