نېستلې هم د اس غوښې په رسوایۍ کې ښکېل شوه

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

نېستلې نومي کمپنۍ چې د نړۍ د خوړو يو ه لويه برابرونکې کمپنۍ بلل کېږي، وروستۍ هغه ده چې اروپا کې د غوايي په غوښه کې د آس د غوښې د شتون په رسوايۍ کې ښکېله شوې ده.

د نېستلې کمپنۍ، چې مرکز يې په سويټزرلنډ کې دى د ډي اين اى له ازموينې وروسته چې د غوايي په غوښه کې يې د آس د غوښې شتون ښوده ايټاليا او اسپانيا کې لا له وړاندې برابر شوي خواړه له مغازو لرې کړل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .