هرات کې د ماشوم قاتلان په اعدام محکوم شول

د خپريدو وخت: 10:28 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د هغه ماشوم د تښتونې او وژنې په تور چې څه موده مخکې یې مړی په هرات کې وموندل شو، دوه تنه د هرات د ابتدایې محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي.

په دی تړاو لس تنه نیول شوي وو، چی ښپږ تنه نور یې له شلو نه شپږو کلونو حبس محکوم شوي او دوو تنو یې براءت ترلاسه کړی.

علي سینا د هرات د یوه سوداګر نصیر احمد نوروزي اته نیم کلن زوی نژدې دوې میاشتې وړاندې وتښتول شو او ۳۸ ورځې وروسته یې مړی کورنۍ ته په لاس ورغی.

افغان ولسمشر حامد کرزی د وژل شوي ماشوم له پلار سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي وو، چې د پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړل شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .