د پوتین یو لوړ پوړي غړي د پارلمانه استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 18:06 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391

د ولسمشر پوتین د روسیې یووالي د ګوند یو لوړ پوړي غړي د فساد د ادعاوو له امله له پارلمانه استعفا کړې.

ولادیمیر پښتین وروسته له هغې د ولسي جرګې له اخلاقي کمیټې استعفا وکړه چې پرې ادعا وشوه چې په امریکا کې یې د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت ځمکه اخیستې.

د روانې میاشتې په پیل کې د اداری فساد ضد ادارې یو کارکوونکي داسې شواهد وړاندې کړي و چې په کې ویل شوي ښاغلي پختین د خپل ځوی سره شريک په میامي کې د یو لوکس جایداد خاوند دی او دغه جایداد د وکیلانو د شتمنیو په لیست کې نه و راوړل شوی. ښاغلی پیښتین وايي، هغه کوم بی قانونه کار نه دی کړی او دا تورونه د پارلمان د بې اعتباره کولو لپاره یوه هڅه ده.

دی زیاتوي "زه د قانون له مخې بې ګناه یم، ما هیڅ کله قانون نه دی مات کړی او دا پلان هم نه لرم چې په راتلونکې کې یې مات کړم. که دا تورونه یوازې زما په وړاندې وای، ما یې پر وړاندې مقاومت کولای شو. خو زمونږ مخالفین یوازې ما سره کومه علاقمندي نه لري، دوی یوازې غواړي چې چارواکي او پارلمان بې اعتباره کړي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .