کابل - مزارشریف پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې

د خپريدو وخت: 08:52 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د افغانستان په شمال کې د کابل ـ مزار پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې په پايله کې ۱۱ کسه وژل شوي چې يوه ښځه او دوه ماشومان هم په کې دي.

ولايتي چارواکي وايي په پېښه کې ۲۴ کسه نور ټپيان دي. دوی وايي ټکر تېر ماښام د مزار ښار او خلم ولسوالۍ ترمنځ د ۳۰۳ ډوله موټر او يوې لارۍ د ټکر له امله رامنځ ته شوی دی.

ويل کېږي چې د ۳۰۳ ټولې سپرلۍ د جوزجان د آقچې ولسوالۍ وې. د پېښې سبب د اوس لپاره د چلوونکو بې احتياطي ښوول شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .