لوېديځه تراډه کې دوه فلسطینیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

را رسېدلي رپوټونه وايي، په لوېديځه غاړه کې دوه فلسطينيان له يهودي ناقلينو سره په نښتو کې په ډزو وژل شوى دي.

د اسراييلو پوځ چې د تاوتريخوالي د ودرولو په موخه را مخې ته شوي وايي لومړنيو پلټنو ښوولې چې وسله وال يو يهودى ناقل و.

د پوځ دا وينا د فلسطيني عيني شاهدانو او روغتيايي چارواکو د څرگندونو ملاتړ کوي.

د يوۀ بل ټپي شوي فلسطيني روغتيايي حالت ډېر جدي ښوول شوى. دواړو غاړو پر يوۀ بل د تاوتريخوالي د پيلولو تور پورې کړى

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .