بنګله دېش کې لاريون کوونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 20:13 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د بنګله دېش په مرکز کې درې لاريون کوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

دوی په هغه يو ورځني لاريون کې ګډون کړی وو، چې د اسلامي ګوندونو د ټلوالې له لوري رابلل شوی و.

مظاهره چیانو د هغو وېبلاک ليکونکو لپاره د اعدام سزا غوښته چې فکر کوی اسلام ته يې سپکاوی کړی دی.

پوليسو په هغو مظاهره چيانو ډزې کړي چې لرګي، خښتې او ټوپک ورسره و.

پر همدې مهال د دغه يو ورځني لاريون پر ضد په پلازمېنه ډاکه کې سلګونو کسانو مظاهره کړې ده.

په وروستيو ورځو کې له مظاهرو او نښتو وروسته په بنګله دېش کې کړکېچ زور اخيستی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .