کانګو ختیځ شخړو پای ته رسېدو لپاره موافقه وشوه

د خپريدو وخت: 20:14 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د کانګو دېموکراتیک جمهوريت په ختيځ کې د دوو لسيزو شخړو د پای ته رسېدو په موخه د سيمې هېوادو مشرانو يوه موافقه لاسليک کړې ده.

دغه معامله به په کانګو کې د ملګرو ملتو پوځي ماموريت ته لار پرانيزي چې د ځانګړو نړیوالو ځواکونو په زیاتېدو سره پياوړی شي او د هېواد په ختيځ کې د یاغيانو فعاليتونه غلي کړي.

ملګري ملتونه د دغې معاملې منځګړتوب کوي او سر منشي بانکي مون خبرداری ورکړی چې دغه موافقه یوازې د پايېدونکې سولې د دوامداره هڅو پيل دی:

"د لاسليک دغه مراسم په خپل ذات کې ډېره مهمه پېښه ده، خو دا د يوه پېچلي تماس يوازې پيل دی چې دوامداره کار ته اړتیا لري. هغه چوکاټ چې ستاسې پر وړاندې د څارنې مېکانيزم او ژمنو ته اشاره کوي، موخه يې مهمو ملي او سيمه ييزو مسايلو ته پام کول دي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .