د سالنګ لار بیا تړل شوې

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

سالنګ لویه لار د درنو واورو اورېدو له امله نن سهار (د فبرورۍ ۲۶ )د ترافیک پر مخ تړل شوې ده.

د دغې لویې لارې د ساتنې مشر جنرال رجب بي بي سي ته وویل، له پرونه راهیسې درنه واوره ورېږي، او تر دې ګړۍ ۱۰ ځلې واوره ښوېدلې چې اته ځلې پاکه شوې او لا هم پرې کار روان دی.

ښاغلی رجب وايي شمالي سالنګ کې سخت توپان دی او داسې اټکل کېږي چې نوره واورو هم وښوېږي.

هغه وايي که حالات همداسې دوام وکړي، ښايي تر راتلونکو ۴۰ ساعتونو پورې لار تړلې پاتې شي.

د سالنګونو د ساتنې مشر وايي، په دغه لار تلونکي مساپر یې په خوندې ځایونو کې ځای پر ځای کړي او کوم ګواښ ورته متوجه نه دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .