مصر کې بالون چاودلې، ۱۹ سیلانیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 08:14 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

د مصر اقصور ښار ته نژدې د یوه هوايي بالون د ټکر له امله ۱۹ سیلانیان چې په دغه بالون کې ناست وو، وژل شوي دي. چارواکي وايي، بالون مخکې له دې چې د دغه ښار په ختیځه سیمه کې په کرنیزو ځمکو کې کېني، له ځمکې۳۰۰ متره پورته اور واخیست او وچاودېد. خبریالان وايي، په دغه بالون کې د برتانوي او فرانسوي وګړو په ګډون ۲۰ کسان ناست وو. د راپورونو له مخې یو سیلاني او د بالون چلوونکی ژوندي پاتې دي. د هوایي بالونونو پر مټ د ښار د لرغونو سیمو لېدل په دې وروستیو کې ډېر شوي دي او معمول بلل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .