له غزې توغول شوی توغندی اسراییل سوېل کې لګېدلی

د خپريدو وخت: 15:27 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

له غزې نه یو توغول شوی توغندی د اسراییلو په سوېلي برخه کې لګېدلی دی.

دا تر هغه وروسته چې په تېر نومبر کې یو اوربند اته ورځنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښوده، لومړی برید دی.

په دې برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو اشکیلون ته نژدې د یو سړک یو برخه ویجاړه شوې.

په وروستیو وروځو کې هغو تورونو چې ګواکې اسراییلیانو یو فلسطیني بندي تر مړینې مخکې ربړولی ننګونې زیاتې کړي دي.

زرګونو کسانو د هغه د جنازې په مراسمو کې چې په ختیځې تراډه کې ترسره شو، ګډون کړی وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .