دوه امریکايان پر جاپانۍ تېري په تور پړه وختل

د خپريدو وخت: 15:27 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

دوه امریکايي بېړۍ چلوونکي پر یوې ځوانې جاپانۍ مېرمنې د جنسي تېري په هغه قضیه کې ګرم بلل شوي چې له امله یې په جاپان کې د امریکا ضد قوي احساسات را پارولي.

دغو کسانو اوکیناوا ټاپو ته په یو لنډ سفر کې په دغې مېرمنې تېری کړی و.

اوکیناوا هغه ټاپو دی چې په اسیا کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه په کې پرته ده.

په تېر اوکتوبر کې وروسته له دغې پېښې د امریکا په همدې پوځي اډه کې چې شاوخوا ۵۰ زره سرتېري په کې دېره دي، د شپې پر تګ راتګ بندیز ولګېده.

له ډېر وخت راهیسې د امریکايي ځواکونو او د اوکیناوا د اوسېدونکو ترمنځ کرکېچ روان دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .