د کینیا ګاډو ټکر کې ۳۵ کسان مړه شوي

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د کینیا په ختیځ کې د یوه بس موټر په ټکر کې لږ تر لږه پنځه دېرش کسان وژل شوي دي.

په پېښه کې یوه ژوندي پاتې شوي کس بي بي سي ته وویل، چې دغه مساپر د ګاریسا او ماندېرا ښارګوټو ته د دوشنبې ورځې په ټولټاکنو کې د برخې اخېستو لپاره روان وو.

عیني شاهدانو وویل، یاد موټر له اندازې زیات بار شوی و او ځینې مساپر پکې د ځای د نشتون له کبله ولاړ وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .