په ۲۰۱۸ کې مریخ ته خلک استول کېږي

د خپريدو وخت: 05:14 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

يوه لوى امريکايي شتمن ٢٠١٨ کال کې مريخ ته د خلکو د استولو يو زړور پلان اعلان کړى دى.

ډينېس ټيټو چې د نړۍ لومړى فضايي سيلاني وايي، ددغې پروژې د لومړيو دوو کلونو مالي لگښت به دى برابر کړي.

مريخ ته سفر به پنځه سوه ورځې نيسي.

دغه سفر به له دې سره هم مهاله وي چې مريخ به ځمکې ته ډېر نژدې کېږي، خو ښاغلي ټيټو بي بي سي ته وويل چې دا به ممکنه نه وي چې مريخ کې ناسته وشي؛ ځکه چې بيه به يې سل برابره شي.

اټکل دی، چې د دغه سفر لګښت به ټول ټال دوه میلیارد ډالر وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .