۲ امریکايان د جنسي تېري په تور بندیان شول

د خپريدو وخت: 15:59 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

په جاپان کې دوه امريکايي ماڼوګان وروسته له هغه چې د اوکيناوا په ټاپو کې يې پر يوې ښځې د جنسي تېري تور ومانه بنديان کړي دي.

دغې پېښې په جاپان کې امريکايي ضد احساسات را پارولي.

اوکيناوا په اسيا کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لويه پوځي اډه ده.

په تېر اکتوبر کې د دغې پېښې په اړه د خلکو قهر د دې لامل شو چې په ټول جاپان کې په شاوخوا ۵۰ زره امريکايي سرتېرو د ګرځېدو بندیز ولګول شي.

تر دې وړاندې هم د امريکايي ځواکونو او د اوکيناوا ټاپو د اوسېدونکو ترمنځ کړکېچ موجود وو.

په ۱۹۹۵ کال پر يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د امريکايانو ډله ييز جنسي تېري په دغه هېواد کې پراخې مظاهرې راوپارولې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .