اروزګان کې بهرنیو ځواکونو دوه پوونده وژلي

د خپريدو وخت: 08:45 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

د اروزګان والي امیر محمد اخندزاده وایي، په دې ولایت کې بهرنیو پوځیانو دوه ماشومان په ډزو وژلي دي.

پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې ددغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

اخندزاده وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې له سیمې د بهرنیو پوځیانو پر چورلکو ډزې شوې چې د بهرنیو ځواکونو په ځوابي ډزو کې دوه پوونده ماشومان وژل شوي.

هغه وایي دا قصدي نه بلکې یوه تصادفي پېښه ده، خو نوموړی زیاتوي چې په دې اړه یې دمګړۍ له بهرنیو ځواکونو سره پلټنې پیل کړې.

خو د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې دوې ورځې وړاندې بهرنیو پوځیانو په سیمه کې چورلکې کښېنولې او بیا یې پر هغو دوو ماشومانو ډزې وکړې، چې په سیمه کې رمه پووله.

خلک وایي چې په دې ډزو کې د دوو کوچنیانو سربېره یو شمېر څاروي هم وژل شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .