په بنګله دېش کې تاوتریخوالی روان دی

د خپريدو وخت: 14:47 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

په بنګله دېش کې پولیس وايي د تاوتریخوالي په دریمه ورځ لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

په دغه هېواد کې تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې محکمې یو لوړ پوړی اسلامپالی سیاستوال د جنګي جرمونو په جرم د مرګ په جزا محکوم کړ.

پولیس وايي مظاهره کوونکي هغه مهال له پولیسوسره په نښته کې ووژل شول چې د جمعیت اسلامي ګوند پلویان لاريون ته ووتل او پر پولیسو یې د ډبرو ګزارونه پيل کړل.

وروسته له هغه، چې د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال دلاور حسین سعیدي د پنجشنبې په ورځ د بنګله دیش د خپلواکۍ په جګړه کې په وژنو او خلکو په شکنجه کولو پړ وبلل شو په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .