افغان حکومت: ایران دې د افغانانو له اعدامولو لاس واخلي

د خپريدو وخت: 16:36 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

افغان حکومت له ایرانه غوښتي چې د افغانانو د اعدامولو لړۍ بنده کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه غوښتنه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر څخه کړې.

له دې سره هم مهاله په کابل کې لسګونو مدني ټولنو له حکومت، بشري حقونو له کمیسیون او نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .