ولسمشر کرزي د نړیوالو ځواکونو له خوا د دوو ماشومانو وژنه وغندله

د خپريدو وخت: 16:33 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

افغان ولسمشر حامد کرزي په ارزګان ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې د دوو ماشومانو وژنه وغندله.

په هغې اعلامیې کې چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوې راغلي چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته، نړیوال ځواکونه باید د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای خپله ټول پام د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو پر اصلي روزنځایونو او پټن ځایونو ورټول کړي.

وړاندې تر دې په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو د دوه هلکانو د وژلو له امله بښنه وغوښته.

دغه تر اوو کلونو ټیټ عمره شپانه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د ناټو ځواکونو څرخي الوتکې ډزې پرې وکړې.

په يو ه پوځي بيان کې راغلي دي چې پر دوى باندې د وسله والو گومان شوى او داسې ښودل شوې چې کورنېو ته به ېې تاوان ورکول کيږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .