سترې محکمې د بشري حقونو خبره رد کړه

د خپريدو وخت: 10:38 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

د افغانستان سترې محکمې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون هغه راپور رد کړی، چې وايي عدالت ته د خلکو لاسرسی کم شوی دی.

د سترې محکمې چارواکو بي بي سي ته ویلي، دا مهال په ټولو ولسوالیو کې قاضیان پر خپل کار بوخت دي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخپل راپور کې ویلي، چې افغانستان کې عدالت ته د خلکو لاسرسی ۴۵ سلنه ټيټ شوی دی.

دغه کمیسیون دا هم ویلي چې دا مهال د هېواد په ۳۶۴ ولسوالیو کې ۸۴ ابتدایه محکمې نه شته او په ۹۲ ولسوالیو کې هېڅ له سره څارنوالۍ درک نه لري.

داسې رپوټونه هم شته چې ګني د خوست ولایت ګڼ وګړي د خپلو شخړو د غوڅولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي او یا هم د محکمو پرځای د سیمه ییزو شوراګانو او یا قومي جرګو پرېکړې مني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .