فوټبال: افغانستان او لاوس مخامخ کېږي

د خپريدو وخت: 08:06 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

افغانستان نن (د مارچ ۶) د لاوس پلازمېنې وېنټيېن کې له کوربه هېواد لاوس سره د (AFC) فوټبال چلنج کپ غوراوي لوبو کې سيالي کوي. افغان فوټبال لوبډلې تر دې مهاله خپلې تېرې دوې لوبې له سريلانکا او منګوليا دواړو نه د صفر په مقابل يو ګول ګټلې دي. که افغانستان نن له لاوس نه خپله لوبه وګټي، د فوټبال نړيوالې ادارې فيفا درجه بندۍ کې يې له لوړېدو سره مرسته کولی شي. د دوی نني سيال لاوس سريلانکا ته د ۲ په مقابل کې په ۴ ګولونو ماته ورکړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .