د چاوېز مړی د کاراکاس پوځي اکاډیمۍ ته وړل شوی

د خپريدو وخت: 06:34 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

هغه ځانگړى پوځي گاډى چې د وېنزويلا د ولسمشر هوگو چاويز مړى يې لېږدواه، پلازمېنه کاراکاس کې پوځي اکاډمۍ ته رسيدلى دى.

د هغه مړى به د جمعې ترورځې چې خاورو ته سپارل کېږي ، همدلته ځاى په ځاى وي.

په سلگونو زره خلکو له هغه پوځي روغتون نه چې هوگو چاويز په کې د سه شنبې په ورځ مړشو تر دې ځايه د هغه له تابوت سره د اتو کيلومترونو اوږد واټن وواهه.

د هغه ډېرو ملاتړو ژړلي، د خپل مړ شوي مشر انځورونه يې لېږدول او د هغه پر تابوت يې گلان پاشل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .