جان برېنن د سي ای اې مشر شو

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

د امریکا کانگريس، جان برېنن د هغه هېواد د استخبارتي شبکې CIA د مشر په توگه تاييد کړى دی.

ښاغلى برېنن چې د ترهګرۍ ضد برخه کې د ولسمشر اوباما مشاور و، وړاندې يې هم د CIA لپاره ٢٥ کاله کار کړى.

دده د تاييد مخه جمهوري پلوي سناتور راند پال نيولې وه، راند پال گانگريس ته ١٣ ساعته وينا کړې وه او نوموړي د بې پيلوټه الوتکو د کارونې په برخه کې د اوباما د ادارې د تگلارې د وضاحت غوښتنه کړې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .