نایجریا بوکو حرام ته د بښنې تضمین نه کوي

د خپريدو وخت: 06:08 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

د نايجريا ولسمشر جنتن ګوډلک ويلي حکو مت به يې د بوکو حرام اسلامي ډلې ته د بښنې تضمين ونه کړي، ځکه دى وايي نه يې غړي معلوم دي او نه هم په دې پوهېږي چې څه غواړي.

ښاغلي جنتن د نايجريا شمال ختيځ ښار مېدوگوري ته چې د بوکو حرام مرکز گڼل کېږي په خپل لومړني سفر کې ويلي دي دغه ډله لکه د ارواح په شان ده تر پرده لاندې جنگېږي.

د نايجريا د مسلمانانو يوه با نفوذه مشر د سوکوتو سلطان د سې شنبې په ورځ په حکومت غږ کړى و، چې د بوکو حرام ډلې ته د بښنې اعلان وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .