د چین سینکیانګ کې چاودنې څلور کسه وژلي

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

چینايي چارواکي وايي، په شمال لوېدیزې سیمې سینکیانګ کې یو برید شوی، چې څلور تنه پکې وژل شوي او اته نور پکې ټپیان شوي دي.

سیمه ییز حکومت ویېلي، چې د دغې پېښې قربانیان په کورلا ښار کې په چړو وهل شوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

راپورونه وايي، بریدکوونکي د اویغور د لګه کۍ نژادي ډلې غړي وو او یو یې نیول شوی هم دی.

په بیجینګ کې د بي بي سي خبریال وايي، چې دغه برید په سینکیانګ کې د حالاتو د حساسیت ښکارندويي کوي. په دغه سیمه کې په ۲۰۰۹ کال کې اویغور ډلې له هن چینايي اکثریت ډلې سره شخړې وکړې، چې په چین کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو ناوړه نژادي کړکېچ بلل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .