چاوېز ځای ناستی به اپرېل کې رايې وټاکي

د وينزويلا د ټاکنو چارواکيو اعلان کړی چې د مخکيني ولسمشر هوګو چاوېز ځای ناستي ټاکلو لپاره به د اپرېل پر ۱۴ مه ټاکنې ترسره کېږي.

لنډ مهالی ولسمشر نيکولاس ماډورو کېدی شي په دغو ټاکنو کې له هېنرېک کاپرېلېس سره مخامخ شي چې د مخالفو ګوندونو ایتلاف له لوري نوماند شوی دی.

ښاغلي کاپرېلېس په تېر اوکتوبر کې ښاغلي چاوېز ته ټاکنې وبايللې.

نظر پوښتنې ښيي چې ښاغلی ماډورو چې د ښاغلي چاوېز له لوري ځای ناستی غوره شوی و، کېدی شي دغه نوې رای ورکونې وګټي.