فالکلنډ ټاپوګان باندې ټول پوښتنه کېږي

د خپريدو وخت: 16:34 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

نن د فالکلنډ په ټاپو ګانو کې پر دې ټول پوښتنه کېږي چې دغه ټاپو ګان په انګلستان پوري د اړوندې خاورې په توګه پاتې شي که څنګه.

ارجنتاين په تکرار سره وایي چې دوی هم په دغو ټاپوګانو کې ونډه لري او دوی یې مالویناس بولي، خو تر ډېره تمه کېږي چې رایه ورکوونکي دغه اوسنی حالت وساتي.

د ارجنتاین ځواکونو په ۱۹۸۲ کال کې پر دغو ټاپو ګانو برید کړی وو، خو تر یوې لنډې او خونړۍ جګړې وروسته برتاوي ځواکونو ته تسلیم شول.

په دغه ټول پوښتنه کې نژدې ۲۰۰۰ کسان په قانوني ډول د رای ورکولو شرایط پوره کولی شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .