عراق کې د پراخو ربړونو په اړه اندېښنې

د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

د امريکا په مشرۍ پر عراق له شوي بريد نه نږدې لس کاله وروسته، د بښنې نړيواله ټولنه امنستي انترنشنل وايي، په دغه هېواد کې په پراخه کچه ربړونې کېږي او عراق د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې په کې ډېر وگړي اعدامېږي.

دغه ټولنه وايي ډېر شمېر زندانيانو ته له نا عادلانه محاکمو وروسته د مرگ سزا اورول کېږي.

د بښنې نړېواله ټولنه زياتوي له ٢٠٠٥ م کاله وروسته چې د اعدام سزا له سره پيل شوه تر اوسه ٤٤٧ وگړي اعدام شوي.

زرگونه عراقيان پرته له محاکمې په توقيف ځايونو کې ساتل کېږي. د دغې ټولنې په رپوټ کې دا منښته شوې چې په عراق کې په بې توپيره تاوتريخوالي کې هر څوک په نښه کېږي خو عراقيان اوس د صدام حسين د واکمنۍ په پرتله له ډېرو آزاديو برخمن دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .