په زبر زنا تورن هندی مړ موندل شوی

د خپريدو وخت: 06:56 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

د هند په پلازمېنه ډهلي کې، په تېر دسمبر کې يوې محصلې سره د شوې زبر زنا او دهغې د وژنې په پېښه کې له تورونو وگړو نه يو په زندان کې مړ شوى دى.

پوليس وايي رام سینگ چې د پېښې اصلي تورن و ځان وژنه کړې ده.

د رام سینگ مدافع وکيل بي بي سي ته وويل پوليسو نوموړى د هغه د موکل له مړينې خبر کړ. د رام سنگ په گډون پنځه تنه په ځانگړې محکمې کې محاکمه کېدل چې د مرگ له سزا مخامخ و.

له همدې پېښې سره په تړاو شپږم کس د ماشومانو په ځانگړې محکمې کې محاکمه کېږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .