د سعودي اعدامونه ''حیواني عمل'' بلل شوی

د خپريدو وخت: 06:51 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنیشنل په سعودي عربستان کې د وسله والې غلا له امله د اوو کسانو اعدامول غندلی او دا کار یې یو حیواني عمل بلل دی.

د مینځني ختیځ لپاره د بښنې نړیوال سازمان مشر فیلیپ لوتر وویل دا قیضه بوږنونکې ده ځکه چې د ادعا له مخې پر دغو کسانو په زور د جرم اعتراف شوی دی.

د بښنې له نړیوال سازمان سره تر اعدامیدو څو ساعته مخکې په خبرو کې له دې کسانو یوه ویلي دومره پوهېږي چې مري ځکه چې کورنې یې ورته ویلې چې د ابها په ښارګوټي کې د هغه د اعدامولو لپاره تیارۍ نیول شوې دي.

دوو نورو کسانو هم ویلي وو دوی د نیول کېدو پرمهال تنکي ځوانان وو.

رپوټونه وايي دا کسان په ډزو وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .