واتیکان نوي پاپ په اړه څرګندونې د نه منلو بللي

د خپريدو وخت: 16:11 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

واتیکان هغه ادعاوې خندونکې او د نه منلو وړ بللي چې وایي پاپ فرانسیس څه باندې ۳۰ کاله وړاندې د هغو دوو کشیشانو د خوندیتوب لپاره څه نه دي کړي چې ده په خپل هېواد ارجنتاین کې د پوځي دېکتاتور حکومت پر مهال تښتول شوي او ځورول شوي وو.

د واتیکان ویاند فیدریکو لومباردې ویلي د پاپ فرانسیس د کار په پیل کې د ده پر وړاندې هېڅ ډول کره او باوري ادعاوې نشته.

هغه وایي دا ډول ادعاوې د هغو کیڼ اړخو عناصرو له لوري راځي چې غواړي پر کلیسا برید وکړي.

بل خوا د تایوان ولسمشر ما یینګ جیو ویلي په پام کې لري د نوي پاپ د لوړې مراسمو لپاره واتیکان ته ولاړ شي.

واتیکان له چین سره دېپلوماتیکي اړیکي نه لري، خو له تایوان سره چې چین یې د خپلې خاورې یوه برخه بولي، اړیکي لري.

وروستی ځل په ۲۰۰۵ کال کې تایواني مشر واتیکان ته تللی وو .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .