د هوګو چاوېز مړی خاورو ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 06:30 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

د وينزويلا د پخواني ولسشمر هوگو چاويز مړى د پلازمینې کاراکاس په يوه پوځي موزيم کې خاورو ته وسپارل شو.

لسگونه زره وينزويلاييان د هغې لارې په اوږدو کې ولاړ وو چې د فقيد چاويز جنازه پرې لېږدول کېده.

دوى هڅه کوله چې له خپل ګوندي مشر څخه يو لنډه کتنه وکړي. پخواني ولسمشر هوګوچاویز ١٤ کاله په واک کې تر پاته کيدو وروسته تيره اونۍ د سر طان له ناروغۍ مړ سو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .