پاکستاني حکومت خپله دوره بشپړه کړه

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

د پاکستان په تاريخ کې چې له١٩٤٧ جوړ شوی په لومړي ځل ټاکل شوي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړه.

په پاکستان کې پرون ماښام اووه بجې پارلمان او مرکزي حکومت ړنګ شول او د سر پرست لومړي وزير د ټاکل کيدو لپاره خبرې پيل شوي دي.

اټکل دی چې لومړی وزیر راجا پرویز اشرف به پر خپله دنده پاتې شي.

لنډ مهاله حکومت به د می په مياشت کې د ټولټاکنو د تر سره کولو دنده په غاړه ولري.

ښاغلي راجه پرويز اشرف وويل د حکومت د ٥ کلنې دورې بشپړيدل د ديموکراسۍ لپاره يو برى دى:

''دا ریښتیا ده چې په تېرو پنځو کلونو کې موږ په هېواد کې د شیدو او شاتو ویالو په بهولو نه یو توانېدلي خو موږ هڅه وکړه چې د یو شمېر په میراث راپاتې شویو ستونزو مخه ونیسو.

موږ د دیموکراسۍ د پیاوړي کولو لپاره ټولې سرچینې وکارولې او د خدای په مرسته دیموکراسي دومره ځواکمنه ده چې په راتلونکې کې هیڅوک دا جرأت نه لري هغه له منځه یوسي.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .