اسراییل پخوانی پوځي مشر دفاع وزیر وټاکه

د خپريدو وخت: 18:25 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پوځ پخوانی مشر موشي یالون د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی یالون له ۲۰۰۲څخه تر ۲۰۰۵ کال پور د پوځ مشر وو او له غزې څخه یې له شاته تلو سره مخالفت کاوه.

ښاغلي نتنیاهو وویل یالون د هېواد د دفاع په برخه کې ښه تجربه لري چې د هېواد دفاع وزارت په روانه بحراني حالت کې چې په شا او خوا هېوادونو کې موجود دي رهبري کړي

موشي یالون به د ایهود بارک ځای ونیسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .