پر ۱۶ کلنې نجلۍ تيري کوونکي پړه وبلل شول

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

د زبر زنا په ېوې قضيې کې چې د امريکا په لر او بر کې يې د خلکو غوسه را وپاروله په اوهايو ايالت کې د يوې لېسې دوه وتلي امريکايي فوټبال لوبغاړي پر يوې شپاړس کلنې نجلۍ په جنسي تيري پړۀ وبلل شول.

دغه نجلۍ دوى په يوې مېلمستيا کې ليدلې وه او ډېره نشه وه.

دغه دوه تنکي ځوان لوبغاړي ترنت مېز او مه لايک رېچماند لږ ترلږه د ماشومانو په زندان کې په يوۀ کال بند محکوم شول.

څارنوالانو وويل له مېلمستيا وروسته نجلۍ ډېره نشه شوې وه او په دې حالت کې نه وه چې په خپله خوښه له دوى سره جنسي اړيکو ته هو ووايي.

دغه پېښه د خواله رسنيو له لارې ښکاره شوه.

د پېښې انځورونه او او ويډيو هم پر انټرنټ لاس په لاس شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .