د مصر ولسمشر پاکستان ته رسېدلی دی

د خپريدو وخت: 17:44 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.

دا په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د کمال عبدالناصر د سفر له وخته لومړی ځل دی، چې یو مصری ولسمشر پاکستان ته راځي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري لومړي وزیر راجا پروېز اشرف د ښاغلي مرسي هرکلی وکړ.

نوموړي دغه سفر د هند په ګډون سوېلي اسیا ته د خپل هغه سفر په ترڅ کې کړی، چې غواړي له لارې یې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د ده د هېواد د ځپل شوي اقتصاد د بیا رغونې لپاره په سوداګرۍ او پانګونې وغږېږي.

د مصر دولتي خبري اژانس ویېلي، چې ښاغلی مرسي به د پاکستان د ساینس او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتونه د افتخاري دوکتورا سند هم تر لاسه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .