د سوریې مخالفه ټلواله لومړی وزیر ټاکي

د خپريدو وخت: 17:47 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

د سوریې د حکومت مخالفه ټلواله په استانبول کې د یوه لومړي وزیر د ټاکلو لپاره غونډه کوي. د دوی لخوا ټاکل شوی لومړی وزیر به د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د چوپړونو برابرولو هڅې څاري.

د لومړي وزیر لومړۍ دنده به دا وي، چې یو لنډ مهالی حکومت جوړ کړي. دا حکومت به د ولسمشر اسد د حکومت مخالف سیال وي او په سوریه کې دننه به فعالیت کوي.

خبریالان وايي، د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې اوسمهال د سیمه ییزو شورا ګانو د یوې لړۍ او د وسله والو کسانو لخوا اداره کېږي، چې محکمې، زندانونه او نانوایان په واک کې لري، خو د برېښنا او اوبو اسانتیاوې محدودې دي.

دغه غونډه د ولسمشر اسد د حکومت پر ضد د پاڅون له دویمې کلیزې وروسته جوړېږي، چې د جمعې په ورځ ونمانځل شوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .