په يمن کې د پخلاينې هڅې بيا پيل شوي

د خپريدو وخت: 05:33 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

ټاکل شوې په يمن کې نن د بيا پخلاينې خبرې پيل شي چې د ملگرو ملتونو له خوا يې ملا تړ کېږي.

د دغو خبرو اترو موخه د نوي اساسي قانون د مسودې چمتو کول او راتلونکي کال کې ټولټاکنو ته تيارى دى.

په دغو خبرو اترو کې د بېلابيلو سياسي ډلو څه د پاسه ٥٠٠ استازي گډون کوي چې تمه ده څو ساعته به دوام ومومي.

خو د يمن په سوېل کې تندلارو بيلتون پالو له دغو خبرو سره پرېکون کړى دی.

دوى تېره ورځ د عدن په بندري ښار کې عمومي کاربندي وکړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .