د نړۍ عالمانو د ګوزڼ ضد واکسین یوه اړتیا بللې

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د نړۍ د بېلابېلو برخو عالمانو ويلي دي چې د پوليو ضد واکسين د اسلام له نظره حرام نه دي او پوليو مسلمانانو لپاره يو لوى خطر دى.

د کانفرانس په اعلاميې کې راغلي د ي چې د پوليو واکسين کې نه د اسلامي پلوه څه حرام گډ دي او نه هم د خلکو د شنډ کېدو سبب کيږي

د اعلامېې ترمخه د اسلام نوم کارونې سره د پوليو د واکسين په اړه ناسم نظرونه رامنځ ته کيږي.

د عالمانو کانفرانس دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې ځينو اسلامي هېوادو کې د پوليو د واکسين په کمپاين کوونکو وژونکو بريدونه شوي دي

اعلامېې کې د روغتيا په کارکوونکو غيراسلامي بلل شوي او په کلکه يې غندنه شوې ده.

اعلاميې کې دغه راز غوښتنه کړې ده چې د روغتيا کارکووونکي دې د جاسوسۍ لپاره نه کارول کېږي.

کانفرانس په خپلې اعلاميې کې د روغتيا په نړيوال سازمان او ډبليو ايچ او او يونېسف غږ کړى دى چې نړۍ ته بايد د ا پيغام ورسوي چې د روغتيا کارکوکوونکي بل مقصد لپارره ونه کاروي.

دا نيوکې له هغې مخې ته راغلې چې د پاکستان په ايبټ اباد کې يونيم نژدې دوه کاله وړاندې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وړاندې هلته د واکسين کمپاين کووونکي د نوموړي دډي اين اى معلومولو په غرض د هغه د بچو د وينو د نښو ترلاسه کولو هڅه کړې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .